ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د قرآن په سیالیو کې د داخلی او بهرنیو جایزو ګټونکی هوشنګ یاري،په ۵۲کلنۍ کې د کرونائي ناروغۍ له امله وفات شو.هغه په په ۱۳۴۷لمریزکال کې په کرمانشاه ښار کې زیږدیلی ؤ او په اوه کلنۍ کې د خپلو ورورڼو په هڅونې سره چې ټول دقرآن کریم قاریان وو،د قرآن تلاؤت پیل کړ.
د هیواد په سطح د جایزو ګټلو هغه ددغه فعالیت د لاښه کولو په دوام کې لا هوډمن کړ،تردې چې په ۱۳۸۴لمریز کال کې په سورئې کې د نړیوال قرائت د سیالیو لومړی مقام ئې وګټۀ.هغه د خپل قرآني فعالیتونوپه دوام کې د قضاؤت برخې ته وارد شو او د سورئې،بنګله دیش،هندوستان او پاکستان په څير د مختلفو هیوادونوپه قرآني سیالیو کې ئې په شتون سره ډير بریالیتوبونه ترلاسه کړل او د هغه یو ویاړ په مختلفو هیوادونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د یوه تبلیغي قاري په توګه ؤ